افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، د ثور ۱۳مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې وزارت وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د راستنیدونکو کډوالو لپاره د استوګنې ځمکې د ویش پرمهال وویل چې دا پروسه د راستنیدونکو کورنیو لپاره د دایمي سرپناه چمتو کولو او د ژوند شرایطو ښه کولو لپاره د منظم پروګرام په چوکاټ کې دوام لري.
د هغه په وینا، دا ځمکې د بهسودو ولسوالۍ په خانکي ښارګوټي کې ۱۷۶۷ کډوالو کورنیو ته ویشل شوي دي، او هڅې روانې دي چې د کډوالو د بیا میشتیدنې پروسه په شفاف، عادلانه او اړتیاو پر بنسټ ترسره شي.
چارواکي ټینګار کوي چې د ځمکې ویش د شفافیت او عدالت د اصولو په پام کې نیولو سره ترسره کیږي ترڅو مستحق کورنۍ له دې اسانتیاوو څخه ګټه پورته کړي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې ښارګوټي کې د استوګنې ځایونو د ویشلو پروسه تیره اونۍ د ۳۳۵ کورنیو لپاره پیل شوه او بیا د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د ۴۹۸ او ۴۱۳ نورو کورنیو لپاره دوام وکړ.
په ټولیزه توګه، تر اوسه پورې ۱۷۶۷ کورنیو د استوګنې ځایونه ترلاسه کړي دي او دا پروسه لاهم روانه ده.
د یادونې وړ ده چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنیدو زیاتوالي سره، د سرپناه برابرول یوه لویه ننګونه ګڼل کیږي او اسلامي امارت هڅه کوي چې د استوګنې ښارګوټو د جوړولو له لارې راستنیدونکو ته دایمي کورونه چمتو کړي.