افغان غږ خبری آژانس - کابل: وزارت ویلي چې اته کسان د بغلان ولایت د برکه ولسوالۍ څخه د قمار په تور، څلور د جوزجان ولایت څخه د قتل په تور او څلور نور د ننګرهار ولایت څخه نیول شوي دي.
دوه کسان د پکتیکا ولایت د یوسف خیل ولسوالۍ څخه د موټرسایکل د غلا په تور، دوه د خوست ولایت څخه د رکشا د غلا په تور او یو د دایکندي ولایت د ګیتي ولسوالۍ څخه د جعلي پیسو کارولو په تور هم نیول شوي دي.
سربیره پردې، یو بل کس د غزني ولایت څخه د غلا په تور نیول شوی او نورې پلټنې روانې دي.