افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان څانګې ویلي چې له نهه میلیونه څخه زیات څاروي یې د PPR ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي دي.
سازمان پرون (یکشنبه، د ثور ۱۳) په اکس کې لیکلي چې دا اقدام په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کې د څارویو د ساتنې او د افغانستان د کلیوالو اوسیدونکو د ژوند ساتلو لپاره اخیستل شوی و.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان زیاته کړه چې افغانستان د PPR ناروغۍ له منځه وړلو ته نږدې دی.
PPR یوه ویروسي او وژونکې ناروغي ده چې کوچني کورني او وحشي شخوند وهونکي اغیزمن کوي. کله چې دا ویروس په یوه سیمه کې خپریږي، دا کولی شي ۹۰٪ څاروي اخته کړي او د ۷۰٪ اخته څارویو د مړینې لامل شي.