افغان غږ خبری آژانس: د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د سفیر مرستیال جمشید بادلوف او د دې هیواد د درملو شرکتونو له پلاوي سره په خپل دفتر کې ولیدل.
په دې غونډه کې، د هغه تفاهم لیک پر بنسټ چې مخکې د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شوی و، له ازبکستان څخه افغانستان ته د درملو صادرات پیل کول، په هیواد کې د درملو د تولید ظرفیتونو معاینه کول، او د ځینو درملو توکو واردولو اړتیا په اړه بحث او تبادله وشوه.
په دې غونډه کې د بهرنیو شرکتونو لپاره د راجسټریشن پروسې د اسانتیا، د درملو او روغتیا محصولاتو په سکتور کې د پانګونې لپاره د مناسبو زمینو رامینځته کولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پراختیا په اړه هم بحث وشو. په پای کې، دواړو خواوو د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په پراخولو ټینګار وکړ.