افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیایی محصولاتو د تنظیم د څانګې عمومي رییس ډاکټر نعیم الله ایوبي، بنګله دیش ته د خپل سفر په جریان کې د هغه هیواد د صادراتو پراختیا ادارې له رییس محمد حسن عارف سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې غونډه کې، دواړو خواوو د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د روغتیایی محصولاتو او درملو د صادراتو د زیاتوالي، د سوداګرۍ پروسو د اسانتیا او د ګډو اقتصادي فرصتونو د برابرولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د وزارت د راپور له مخې، په دې غونډه کې افغانستان ته د صادر شویو درملو د کیفیت او قیمت په ښه کولو او د درملو په سکتور کې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په اسانتیا ټینګار وشو.
ویل کیږي چې دواړو خواوو موافقه کړې چې دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي او د درملو او روغتیایی محصولاتو په برخه کې دوامداره تخنیکي همکارۍ رامینځته کړي.