افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د کرنې وزارت د کرنې سکتور کې د ښځینه متشبثینو د ملاتړ په هدف په کاپیسا ولایت کې ۲۰۰ ښځینه بزګرانو او سبزیجاتو کروندګرو ته د سبزیجاتو تخمونه او کیمیاوي سرې ویشلي دي.
د وزارت په وینا، دا اقدام د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا او د کور دننه د سبزیجاتو تولید زیاتولو لپاره شوی دی.
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی چې تمه کیږي سږ کال به په دې ولایت کې د شفتالو حاصلات له ۱۱۰۰۰ میټریک ټنو څخه ډیر شي.
د دې ادارې د احصایو له مخې، سږ کال د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې په ۲۰۲۱.۵ جریبه ځمکه کې د شفتالو باغونه جوړ شوي، چې تمه کیږي له هغې څخه به ۱۱،۳۲۰ میټریک ټنه حاصلات ترلاسه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تیر کال د شفتالو باغونه په ۱۹۹۱.۵ جریبه ځمکه کې موقعیت درلود، چې له هغې څخه ۱۱،۲۲۳.۳۴ میټریک ټنه ترلاسه شوي وو. د سږ کال احصایې ښیي چې د کرل شوې ځمکې ساحه او حاصلات دواړه د پام وړ زیات شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د شفتالو حاصلاتو زیاتوالی به نه یوازې د باغ لرونکو اقتصادي وضعیت ښه کړي، بلکې د شفتالو راټولولو، بسته بندۍ، ترانسپورت او بازار موندنې په برخو کې به زرګونو خلکو ته مستقیم او غیر مستقیم کار هم برابر کړي.
د ننګرهار د شفتالو حاصلات د دې ولایت له ولسوالیو څخه نورو ولایتونو ته لیږدول کیږي، چې د کورنیو بازارونو اړتیاوې پوره کولو سربیره، د باغ لرونکو عاید هم زیاتوي.
د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې د شفتالو مختلف ډولونه کرل کیږي، کوم چې د لوړ کیفیت، ښه خوند او په وخت سره د پخیدو له امله د نورو هیوادونو د شفتالو په پرتله په ځانګړي ډول مشهور دي.