دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ ثور ۱۴۰۵ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 353599
په فراه کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شوي
په فراه ولایت کې سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړی چې په دې ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۴ کسان مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: سرچینې راپور ورکوي چې د فراه ښار په مرکز کې په یوه ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي.

ویل کیږي چې دا پېښه د موټرسایکل او دوهم لاس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې ډیری ترافیکي پېښې د بې احتیاطۍ او د سړک د خرابوالي له امله رامنځته کیږي. په دې وروستیو ورځو کې په بدخشان کې لسګونه کسان د موټرو د چپه کېدو له امله مړه او ټپیان شوي دي.
https://avapress.net/vdcjhtethuqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته