افغان غږ خبری آژانس: په افغانستان کې د افغانستان سفیرې، سبرینا اوګولیني، د دوشنبې په ورځ وویل چې د هغې هیواد به د افغانانو د اساسي اړتیاوو او ژوند ملاتړ ته دوام ورکړي او د ښځو پیاوړتیا، تعلیم، د کډوالو وضعیت، روغتیا او د ماین پاکۍ د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د نویو لومړیتوبونو څخه دي.
هغه د افغانستان د کلتوري میراث په ساتنه کې د ایټالیا د همکارۍ پر رول هم ټینګار وکړ او دا یې د دندو په رامنځته کولو او اقتصادي ودې کې یو مهم فکتور وباله.
په دې غونډه کې په اسلام آباد کې د ایټالیا د پراختیایي همکارۍ ادارې (AICS) مشر ډاکټر فرانسیسکو زټا هم ګډون درلود، چې په مختلفو پراختیایي سکتورونو کې یې د ایټالیا د هدفمند ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.
ایټالوي چارواکي وايي چې د افغانستان سره د دوی چلند به د بشري اصولو او د خلکو لپاره د دوامداره ملاتړ پر بنسټ وي.