افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لومړي وزیر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پوهنې وزارت د مسلکي ودې له یو شمېر غړو سره په کتنه کې وویل چې د ښوونکو د مسلکي ودې په برخه کې پانګونه د راتلونکي نسل د روزنې او پرمختللې ټولنې په برخه کې کلیدي رول لوبوي.
ښاغلي حنفي ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت چارواکي د پوهنې پیاوړتیا ته ژمن دي او د پوهنې د کیفیت د ښه والي لپاره به د اغیزمنو او رغنده پروګرامونو ملاتړ وکړي.