افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان وکړ چې نن په کابل کې د کارګرانو د نړیوالې ورځې په مناسبت مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د هیواد کارګرانو ته د دې ورځې مبارکي ویلو پرمهال وویل چې د افغانستان اسلامي امارت توانیدلی چې د پانګونې مناسب فرصتونو په برابرولو سره په ناخالص کورني تولید کې د پام وړ وده ثبت کړي.
د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړه: "حکومت په اقتصادي سکتور کې مطلوبو پړاوونو ته رسیدلی، او په دې ټولو لاسته راوړنو کې د کارګرانو مهم رول له شک پرته دی."
هغه ټینګار وکړ چې د اقتصاد وزارت د هیواد د کارګرانو د ملاتړ لپاره په دریو ځانګړو پروګرامونو کار کوي، چې پکې د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، د کورني تولید او بازار موندنې ملاتړ، او د کار امنیت ډاډمن کول شامل دي.
هغه هیله څرګنده کړه چې د دې پروګرامونو په پلي کولو سره به په هیواد کې د دوامداره کارموندنې او د کارګرانو د ژوند ښه کولو لپاره زمینه برابره شي، او کارګران به وکولی شي د افغانستان په پرمختګ کې خپل اغیزمن رول ولوبوي.