افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د غور ولایت د بدني زده کړې او سپورت ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال جان محمد حیدري
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په تېر کال کې په دې ولایت کې په بېلابېلو څانګو کې ۲۶۷ سپورتي سیالۍ ترسره شوې دي.
د هغه په وینا، د دې سیالیو څخه ۱۰۶ د ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې او ۱۶۱ نورې سیالۍ په غور ولسوالیو کې ترسره شوې.
حیدري زیاته کړه چې تېر کال ۲۲ ټیمونو چې ۲۰۶ لوبغاړي یې درلودل له ولایت څخه بهر په ټاکل شویو او ځانګړو سیالیو کې برخه اخیستې وه او ۲۱ د سرو زرو مډالونه، ۱۰ د سپینو زرو مډالونه او ۱۳ د برونزو مډالونه یې ګټلي وو.
له بلې خوا، د غور ولایت یو شمېر ورزشکارانو د معیاري سپورټي ډګرونو نشتوالی په دې ولایت کې د سپورت د چټکې ودې لپاره یوه جدي ننګونه وبلله، او د معیاري سپورټي ډګرونو جوړولو او د لوبغاړو ملاتړ ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.