افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ د ۱۳مې ناحیې په سرک برچي کې د د هوایی پلونو د نصبولو د دوام اعلان کړی دی.
دا پل د کابل ښاروالۍ لخوا د ښار په ګڼه ګوڼه سیمو کې د لسو هوایی پلونو د جوړولو او نصبولو د پروژې په چوکاټ کې پلي شوی دی.
د چارواکو په وینا، تر دې دمه د ښار په بیلابیلو برخو کې شپږ پلونه نصب شوي او ټاکل شوې ده چې څلور نور پلونه په نږدې راتلونکي کې نصب او بشپړ شي. د دې پروژې هدف د پیاده رو د خوندي او منظم تګ راتګ ډاډمن کول او په ګڼه ګوڼه ښاري سیمو کې د ترافیکي پیښو د پام وړ کمول دي.
د آصف میل لیسې مخې ته نصب شوی پل ۳۲.۹ متره اوږد، ۲.۲ متره پلن او ۶.۱ متره لوړ دی. دا پل د څلورو فلزي ستنو، ۱۲۴ متره پلنوالي او معیاري زینو سره ډیزاین او جوړ شوی دی.
د کابل ښاروالۍ ټینګار کړی چې د دې پلونو په نصبولو سره، د ښار په ګڼه ګوڼې لویو لارو کې د ترافیکو نظم ښه شوی او ښاریان کولی شي په ډېر ډاډ سره له ګڼې ګوڼې ډک سړکونه تېر شي.