افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت د څارنې ټیم د کابل ښار د شپږمې او اوومې ناحیو بازارونه معاینه او نظارت کړي ترڅو د اسلامي امارت د رهبر د حکم په پلي کولو سره په هیواد کې د پټاقیو د واردولو، تولید او استعمال مخه ونیسي.
د دې تفتیش په جریان کې، پورته ذکر شوي ټیم هغو هټیوالو او پلورونکو ته چې ورسره پټاقۍ وې اړینې لارښوونې وکړې ترڅو د موجوده پټاقیو له پلورلو ډډه وکړي او اړوندو سوداګرو ته یې بیرته ورکړي.
د یادونې وړ ده چې پورته ذکر شوی حکم په هیواد کې د پټاقیو د واردولو، تولید او استعمال د بندیز په اړه د خلکو د شکایتونو پر بنسټ صادر شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کړی چې په نورو سیمو کې به د بازارونو د څارنې او تفتیش پروسه دوام ومومي.