افغان غږ خبری آژانس - کابل، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن رشید په مشرۍ یوه غونډه ترسره شوې ده.
په غونډه کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، عدلیې، د استخباراتو عمومي ریاست او یو شمیر نورو اړوندو ادارو استازو ګډون درلود.
په غونډه کې ګډونوالو د کډوالو د شته ستونزو، هیواد ته د راستنیدونکو د وضعیت، د قانوني اسنادو چمتو کولو، امنیت او حقوقي اسانتیاوو او د ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
مولوي عبدالرحمن رشید د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کسانو د ستونزو حل کول یو ګډ مسؤلیت وګڼلو او د هغې په پلي کولو یې ټینګار وکړ.
سربېره پردې، د وزارتونو استازو او نورو ګډونوالو د مهاجرینو د ستونزو په وخت سره حل کولو، د خدماتو چټکولو او د اړوندو څانګو ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ.