دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 35404
د سختې واورې له امله لا تر اوسه د سالنګ لویه لاره پرانیستې ده
د سالنګ د ساتنې او څارنې مسوول محمد رجب ازادۍ راډیو ته وویل، چې په سالنګ کې دوي له هره پلوه ښه تیاری لري او یوازې ځینې وړې ټرافیکې پیښې شوي.
راپورونه وايي چې د سختې واورې له وریدو سره سره لا تر اوسه د سالنګ لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیستې ده.

د سالنګ د ساتنې او څارنې مسوول محمد رجب ازادۍ راډیو ته وویل، چې په سالنګ کې دوي له هره پلوه ښه تیاری لري او یوازې ځینې وړې ټرافیکې پیښې شوي.

په عین حال کې راپورونه وایي، چې د کابل خوست په لویه لاره د تیرې او سټوکنډو په کوتلونو کې هم ډیره واوره وریدلې خو د موټرو تګ راتګ دوام لري.

د لوګر د فواید عامې رییس انجنیرعبدالاحد حقبین ازادۍ راډیو ته وویل، چې په تیرې کوتل کې د واورې د پاکولو لپاره د دوي تیاری او امکانات ښه دي او تر اوسه هیڅ ډول ستونزه نه ده رامنځ ته شوې.

د راپورونو پر اساس په ماهیپر کې هم جدي خنډ نشته او موټر کولای شي چې له ژمنیو وسایلو سره کابل جلال اباد ته تګ راتګ وکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoo0s.yt0kz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته