دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۵۳
د مطلب کود : 35467
دامام رضاعلیه السلام دشهادت کلیزه
دهغه بزرګوارعلم ،صبر ،شجاعت میړانه،عبادت اوپرهیزګاري او په یوه کلام کې د هغوي ملکوتي شخصیت تر دې حده ؤچې دهغوي په وخت کې هیچا د امام بزرګوار دبرکتناک شتون په علمی او معنوي مقام کې هیڅ شک نه کاوه او هغه مهال دوي آل محمد صلی ا.... علیه وآله وسلم په عالم مشهور شو .
دحضرت امام علی ابن موسی الرّضا علیه السلام دوجود مشال په داسې کورکې روښانه شو چې دکورنۍپلار،دخداي پاک پرهیزګار او ښه بنده، حضرت امام موسی کاظم علیه السلام اومور بی بی ئې یوه پاکه او مکرمه بی بی نجمه وه . نجمه خاتون د مراکش یوه ډيره پوهه او شریفه میرمن وه

نن سباد حضرت امام رضا علیه السلام سپيڅلی حرم ډیره ولوله او پرتم لري ،دامام بزرګوارد شهادت دکلیزې په مناست دبیلابیلومیلیّتونواو کلتورونوپه لسګونوزره زیارتوال په دغه پاک او روحاني ځاي کې غونډ شوي،څودپيغمبر اکرم اودهغه بزرګوار له اهل بیت علیهم السلام سره خپله مینه اوعشق نندارې ته وړاندې کړي .له هرې خواد قرآن پآک د تلاؤت ،دعا او لمنځ ځوږ ترغوږو کیږي .دعاشقانوا وزیارتوالودغه ټول دامام رضا علیه السلام دشهادت په ورځ دهغه بزرګوارپه سپيڅلي حرم کې غونډ شوی دی څو په اوښکو سره له خپلو زړونوزنګ پاک کړي اوپه دغه پاک ځاي کې خپل روح او باطن ته تاند والی وبخښي . زړونه غمجن دي خو د امام رضا په پاک حرم کې د شتون شوق او ولوله نه بیانیدونکې ده . نن د اهل بیت د مینه والو لپاره یو فرصت دی څوددغو لویانو له آئيډیالونوسره يو ځل بیا بیعت تازه کړي . مونږ هم د امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت تاسو ټولو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیت وایو او د هغه بزرګوار د برکتناک ژوند په با ب درسره غږیږونو راسره ملهّ ووسئ

دحضرت امام علی ابن موسی الرّضا علیه السلام دوجود مشال په داسې کور کې روښانه شو چې د کورنۍ پلار،دخداي پاک پرهیزګار او ښه بنده، حضرت امام موسی کاظم علیه السلام او مور بی بی ئې هم یوه پاکه ،پوهه او مکرمه بی بی نجمه وه .نجمه خاتون د مراکش په شریفې او علمي کورنۍ کې روزل شو ې وه .د امام رضا نامه علی او کنیت ئې ابوالحسن دی .رضا د هغه بزرګوار مشهور لقب دی چې دخوشالۍ په معنا دی . د هغه بزرګوار زوی امام جواد د خپل پلار ددغه لقب په باب فرمائي :، خداوندمتعال هغه ته د رضا لقب ورکړ ځکه خدآي پاک په آسمان او د هغه رسول اومعصوم امامان په مځکه ورځینې خوښ وو او همدغه شان د هغه د نیک او ښه خوي او اخلاقو په خاطر له هغه دوستان ،دښمنان او خپلوان هم راضي او خوښ وو ؛.

امام رضا علیه السلام د پيغمبر اکرم یو پآک اهل بیت دی چې د امامت په منصب ئې خلکو ته دقرآن او عترت معارف ورزده کول .دهغه بزرګوارعلم ،صبر ،شجاعت میړانه،عبادت اوپرهیزګاري او په یوه کلام کې د هغوي ملکوتي شخصیت تر دې حده ؤچې دهغوي په وخت کې هیچا د امام بزرګوار دبرکتناک شتون په علمی او معنوي مقام کې هیڅ شک نه کاوه او هغه مهال دوي آل محمد صلی ا.... علیه وآله وسلم په عالم مشهور شو .

د حضرت امام رضاعلیه السلام په دوران کې اسلامی نړۍ د جغرافیائي پراختیااو اقتصادي ودې اوهم علمي پلوه ډيرزیات پرمختګونه کړي وو. په عین حال کې په دغه دوران کې هماغه راز د عباسی حکومت ظلم او کړاؤ دوام درلود. دامام رضاعلیه السلام د امامت پړاؤ له درو عباسی خلیفه ګانو یعني هارون ،امین اومامون له حکومتونو سره په یوه وخت ؤ چې مامون د خلافت په اړه دهغه بزرګوارد امامت وروستي پنځه کلونه د هباسی خلیفه دیوه مکار ،دوکه باز خلیفه مامون د واکنۍ سره یوځاي ؤ. هغه دخپل ورور امین له وژلې وروسته قدرت ترلاسه کړ او دخپل وزیر فضل بن سهل له هوښیارتیا څخه په استفادې سره ئې هڅه وکړه دخپل حکومت بنسټونه پیاوړي کړي . په همدې باب مامون امام رضا علیه السلام ته د ولی عهدۍوړاندیز وکړ څود پیغمبر اکرم د اهل بیت علیهم السلام د مینه والو نظرځان ته جلب کړي او خپل حکومت ته د امام رضا د ولایت عهدۍ په سبب رواوالی ورکړي .البته هغه په یوه خاص ظرافت سره هڅه وکړه څوداسې وښئ چې په دغه اقدام سره په نیّت کې خالص دی او د حضرت امام رضا امامت او له هغه سره مینې ته د اعتقاد له پلوه ئې دغه کار کړی دی .
مامون د هغه اعتراض په وړاندې چې د عباسی حکومت د پلویانو له خوا د امام رضا د ولایت عهدۍ په خاطر په هغه وشول . یو لړ مطلبونه بیان کړل چې له دغه اقدامه د هغه موخې روښانوي . مامون وویل ، دغه کس (امام رضا) له مونږه خپل کارونه پټ کړي او خلک خپل امامت ته بولي . پردې اساس د هغه په ولی عهدۍ سره به خلک دمونږ خدمت ته وبولي او زمونږپه خلافت او سلطنت به اعتراف وکړي اوله دې سره به ئې دوستان هم پوه شي چې دغه چاره (خلافت ) له هغه سره نه بلکې له مونږ سره ښائي .پردې اساس د مامون له نظره که امام رضا دهغه ولی عهدي ومني ، نو حتما ئې د بني عباسو خلافت ومانهّ او دا ټکی د هغوي لپاره لوي امتیاز ګڼل کیدهّ ،بل ټکی داؤ چې مامون فکر کاوهّ ، د مامون دولایت عهدۍ په منلو سره د امام منزلت او مقام کمیږي . ظاهرا دمامون مکر او دوکه له هرنظره بشپړ او حساب شوې وه ، خو امام رضا علیه السلام ددغې دسیسې په مقابل کې څه عکس العمل وښودهّ ؟
= ددغې د سیسې په وړاندې د حضرت امام رضا علیه السلام لومړنی غبرګون دمامون د حکومت مرکز مرؤته له تللو ډډه کول وو ،تر دې چې د مامون مامورانو امام بزګوار په اجباري ډول بوتلّلو .د لوی عالم شیخ صدوق په لیکل شوي کتاب ؛عیون اخبار الرضا :کې نقل شوي دي . امام بزګوار له خپل نیکه بزرګوار حضرت محمد مصطفی (ص) سره د خدآي په آمانۍ لپاره د هغه بزرګوار حر م ته ورغی .څو ځله حرم ته ورغی او ترې راووتّه اوبیرته ورغی او په لوړ غږ سره وژړیدهّ . له دې وروسته ئې د کورنۍ غړي راغونډ کړل او له هغوي سره ئې خدآي په آماني وکړه او ورته ئې وفرمائل :،. زه به بیا تاسو ته بیرته راونه ګرځم ؛.

بل مهم ټکی دا چې امام بزرګوار له ځان سره د کورنۍ یو غړی هم بونه تلو .دغو ټولو وردونو بې شکه هغه کسان چې امام بزرګوار ئې په ښه ډول پيژنهّ په تیره بیا شیعیان چې له امام رضا علیه السلام سره ئې نیغ په نیغه ارتباط درلود،متوجه کول چې امام په اجباري ډول دغه سفر منلی دی
په ورپسې مرحلې کې امام بزرګوار هڅه وکړه څوپه ولایت عهدۍ د هغه په منصوبولوکې د مامون اقدام د خلافت په چارې کې د اهل بیت علیهم السلام د حق د پيژندګلوۍ لپاره د یو ه عمل په توګه وښئي .ځکه تر هغه وخته د عباسي اواموي خلیفه ګانوددغو بزرګوارانو دامامت او خلافت حق نه ؤ منلی .دمامون اقدام په ښه ډول توانیدهّ څودمخیکینوخلیفه ګانو د لیدتوګو باطلیدا وښئ .

امام رضا علیه السلام په یوه هوښیار اقدام کې په هغې خطبې کې چې دخپلې ولایت عهدۍ له تثبیتیدا مخکې ئې ولوسته ،شرط وړاندې کړ چې که ولایت عهدي ومني ،نو په سیاسی او روانو چارو کې به هیڅ ډول ګوتې نه وهي ، نه به څوګ ګماري او نه به له خپل مقامه څوک لیرې کوي . رسم او روده به هماغه شان وي او یوازې مشورې به ورسره کیږي . په بله وینا هغه بزرګوار به دمامون په جابرانه حکومت کې هیڅ لاسوهنه نه کوي څو دهغه ظالمانه او غیر اسلامی اقدامات د هغه (امام )په نامه ونه لیکل شي او خلک خیال ونه کړي چې امام رضا علیه السلام د عباسی خلافت تائيدوي .
مامون مرو ته د امام بزرګوار له وروستلووروسته د بیلابیلو عالمانو په شتون سره ډیرې علمي غونډې اومناظرې جوړولې . له دغو علمي مناظرو او غونډو جوړولو څخه دمامون موخه له علم سره ددوستۍ تظاهر ؤ . هغه دغو علمي غونډو ته دامام بزرګوار په مجبورولو سره د امام رضا علیه السلام د علمی قدرت تر اغیز لاندې راوستل وو.خو د هغه بزرګوار لوړو علمی مرتبو او سوئې د مامون لپاره یو لړ ستونزې راولاړې کړې . شیخ صدوق په دې باب وائي ، مامون د هرې فرقې د لوړې سوئې پوهان اومتفکران دامام بزرګوارپه مقابل کې درول څو د هغه بزرګوار حجت ( دامامت دلیل) دهغوي په وسیله بې باوره کړي او دا دامام او د هغه بزګوار له ټولنیز او علمی منزلت سره د هغه د حسد او کینې ښودنه کوي .خو له هغويیو کس هم له امام بزرګوار سره نشو مخامخیدلی . له دې پرته چې د هغه له فضل او علمه اغیز من کیدهّ او هغه حجت ته چې د امام له خوا د هغه په ضد اقامه کیدهّ ، د امام بزرګوار دامامت دلایلو ته تسلیمیدهّ. کله مامون متوجه شوچې ،چې ددغه ډول مناظرو جوړیدا یوازې د امام رضا علیه السلام د علمی مقام د لاروښانیدا سبب کیږي ، نوخطره يې احساس کړه او امام بزرګوار ئې نور زیات محدودکړ .

یوه بله پيښه چې دمامون دسیسه ئې ایشواکړه، کوچني اختر لمانځه ته د امام رضا علیه السلام تلل وو . مامون له امام رضا وغوښتل څو د اختر اقامه کړي . امام ونه منله خو د مامون په زیات ټینګار سره ئې وفرمائل :، که داسې وی نو زه به دخپل نیکه بزرګوار حضرت محمد (ص) په شان لمانځه ته لاړشم :. مامون هم ومنله . خلکو تمه درلوده چې امام به هم د نورو خلیفه ګانو په شان په درباري دود اودستور سره او په ډیرو تشریفاتو سره له کوره وځي ، خو هغوي ټولو په حیرانتیا سره ولیدل چې امام بزرګوار په لوڅو پښو سره په داسې حال کې چې تکبیر ئې وائهّ روان شو.امیرانو چې په رسمي جامو سره او ددغه ډول دستورو لپاره په تشریفاتو سره چمتو وو ددغې روحاني صحنې په لیدو سره په یوناڅاپه له آسونو راکوز شول او له بوټان ئې هم وباسل اوپه تضرع او تکبیر په ویلو سره په امام پسې روان شول . ویل شوي چې فضل بن سهل مامون ته وویل ، که امام په دغه ډول کار سره مصلی ته ورسیږي ، نو خلک به هغه لیواله شي .ښه دا ده چې له هغه وغواړې بیرته ستون شي . له دې وروسته مامون امام ته یو کس ورولیږّه او له امامه ئې وغوښتل چې بیرته ستون شي . هغه په ښه ډول پوه شو چې د خلکو په نزد دامام رضا محبوبیت ورځ په ورځ په زیاتیدا دی . دخطرې هغه احساس چې مامون له دغې پيښې کړی ؤ ، هغه ئې دې فکر ته اړباسهّ چې دامام رضا شتون نه یوازې د هغه لپاره کوم درمل نه کیږي بلکې د هغه په ضد به حالات نور هم راوپاروي . له دې ویرې ئې د هغه بزرګوار لپاره ساتونکي وګمارل څو هغه په ډیر دقت سره تر نظر لاندې وساتي اودهغه بزرګوار په باب خبرونه زر زر مامون ته رسوي داسې نه چې د مامون په ضد کوم اقدام وکړي .

حضرت امام رضا علیه السلام دهغو مسئلو په بیانولو کې چې حق ئې ګڼلې ، له مامونه هیڅ ویره نه درلوده . په ډيرو موردونو کې ئې په ډاګه دمامون پر کارونو نیوکې کولې . په هغو کې یوه دا چې کله هغه په غیر اسلامی هیوادونو کې په پوځي پرمختګ بوخت ؤ ، نو مامون ته ئې په خطاب کې داسې وفرمايل:، ولې د حضرت محمد مصطفی (ص) دامت په فکر کې نه ئې ، او د هغوي اصلاح ته مخه نه کوې :.؟ دغه تذکرات او یادونې د مامون د غوسې او دامام بزرګوار په نسبت دهغه د کینې او دښمنۍ دز یاتیدا سبب شوې .پر دې اساس مامون پوه شو چې مرو ته ئې د امام په ورروستو سره دخپلې خوښې نتیجې ترلاسه نه کړائ شوې او که حالات همدغه شان دوام ومومي ،نو دهغه لپاره به نه جبرانیدونکي تاوانونه په ځان پسې ولري .

مامون چې دخپل خلافت دساتنې په لاره کې ئې د نورو له وژلو او کړولو هیڅ ډول ډډه نه کوله ، دې ځل ئې هم د خپل خلافت او قدرت د ساتلو په خاطر د اسلام دګران پيغمبر حضرت محمد(ص) دیوه پاک لمسی له شهیدولو هم ډډه ونه کړه ،او په دې توګه ئې حضرت امام علی ابن موسی رضا علیه السلام هم د خپلونیکونو په شان ئې له ظلم او ستم سره دمبارزې او دحق ویلو په لاره کې شهید کړ ،البته امام بزرګوار هم د خپلو نیکونو په څير د مامون د جابرانه او ظالم حکومت سره د ملګرتیاله ذلته ډک پيټي وړلو ته تسلیم نه شو . او دحق او عدالت داجرا کولو لپاره ئې خپل ځان قربان کړ
د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناسبت یوځل بیا په تسلیت وئیلو سره د هغه بزرګوار په یوه اززښمن قول سره خپل دا پروګرام هم پاي ته رسوو .حضرت امام رضا علیه السلام فرمائی :،
داسې نه چې دآل محمد صلی ا.... علیه وآله وسلم په دوستۍ په تکیې سره نیک عملونه پریږدئ او داسې نه چې په صالحو عملونو په تکیې سره د آل محمد (ص) دوستي پریږدئ ، ځکه په دغودواړو کې په یوازې ځان یو هم نشي منل کیدلی
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccm0q1.2bqpe8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته