دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 35528
افغانستان او ترکمنستان د دریو مهمو اقتصادي پروژو د عملي کولو ژمنې وکړې
د ترکمنستان جمهور رئیس هم د سیمې په کچه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د جنوبي آسیا هېوادونو ته د ګازو د لېږد پروژه یوه مهمه پروژه وبلله او د عملي کېدلو لپاره یې له خپله اړخه د لازمو اقداماتو ډاډ ورکړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي پرون له غرمې مخکې د ترکمنستان له جمهور رئیس قربان قلی بردی محمدوف سره په کتنه کې د ټاپي، د ریل ګاډي د پټلۍ او افغانستان ته له دغه هېواد څخه د برېښنا د لیږد په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې د ترکمنستان په ترکمن باشي ښار کې تر سره شوه، دواړو لوریو د تاپي د پروژې په اړه چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د لېږدلو پروژه ده، په راتلونکي کې ددغې پروژې د عملي کېدلو په اړه د همکاریو ژمنې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس د ترکمنستان له جمهور رئیس سره خپله کتنه "موثره او موفقه" وارزوله. حامد کرزي په تېرو کلونو کې د ترکمنستان هېواد له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ټاپي پروژه د افغانستان ترکمنستان،
پاکستان او هند لپاره یوه حیاتي پروژه ده.

د ترکمنستان جمهور رئیس هم د سیمې په کچه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د جنوبي آسیا هېوادونو ته د ګازو د لېږد پروژه یوه مهمه پروژه وبلله او د عملي کېدلو لپاره یې له خپله اړخه د لازمو اقداماتو ډاډ ورکړ.

د کانونو او صنایعو وزیر ښاغلی وحیدالله شهراني چې ترکمنستان ته د هېواد له جمهور رییس سره په دې رسمي سفر کې ملګری ؤ، وویل، "د ترکمنستان له آته مراد نه تر اقینې پورې د ۸۶ کیلومتره په اوږدوالي د رېل ګاډي د پټلۍ د پروژې د مطالعې او ډیزاین کار بشپړ شوی دی چې سږ کال به یې عملي کار پیل شي."

همدا راز شهراني وویل: د ترکمنستان لخوا افغانستان ته د ۵۰۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا د صادرولو پروژه چې په دوو کلونو کې به یې کار بشپړ شي، زموږ د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کولای شي.

د یادولو وړ ده چې افغانستان لېواله دی تر څو له ترکمنستان څخه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره برېښنا واخلي، چې په دې اړه په نننیو خبرو کې هم بحث وشو.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaamne.49nmu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته