افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې په دې غونډه کې، دواړو خواوو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راتلونکې غونډې او نورو اړوندو مسلو په اړه بحث وکړ.
د وزارت په وینا، متقي په ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو کې د افغان استازو شتون د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل او اړیکو پراخولو لپاره مهم وګاڼه، او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان استازیتوب د افغان حکومت مسؤلیت او د هیواد د خلکو حق دی.
په ورته وخت کې، جورجیت ګګنون د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پراخولو او په بیلابیلو سکتورونو کې د دوامداره همکارۍ باندې هم ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې، دواړو خواوو د بشري همکاریو په پراختیا او د ګډو کاري کمیټو د همغږۍ له لارې د متقابل تعامل په پیاوړتیا ټینګار وکړ.