دخپریدو نیټه :جمعه ۷ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۴۶
د مطلب کود : 35568
د طالبانو استازي ډيپلوماټان قطر ته رسېدلي دي
په ملګروملتونو کې د طالبانو د رژیم استازي او اوس مهال د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد وايي، چې په نیویارک کې د ده پخوانی سکرټر سهیل شاهین هم په قطر کې دی.
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې مشر مولوي قلم الدین ډېلي ټلګراف ورځپاڼې ته ویلي، چې په قطر کې د طالبانو په ډيپلوماتیک ماموریت کې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر پخوانی سکرټر طیب آغا چې له نژدې یوکال راهیسې یې د طالبانو او امریکايي او جرمني ډيپلوماټو ترمینځ د منځګړي په توګه فعالیت کاوه، د طالبانو د رژیم د بهرنیوچارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزی او د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د طالبانو سفیر مولوي شهاب الدین دلاور شامل دي.

د قلم الدین په وینا دا استازي ټول تعلیم یافته دي، په انګلیسي ژبه روانې خبرې کوي او دوی ته د معتدلو طالبانو په سترګه کتل کېږي؛ خو په عین حال کې د طالبانو تحریک ته هم ژمن دي.

په ملګروملتونو کې د طالبانو د رژیم استازي او اوس مهال د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد وايي، چې په نیویارک کې د ده پخوانی سکرټر سهیل شاهین هم په قطر کې دی.

د راپور له مخې د طالبانو د هیات په ترکیب کې له ۲۰۰۱ کال مخکې په ابوظبي کې د افغانستان د سفارت دریم سکرټر حافظ عزیزالرحمن هم شامل دی چې د مجاهد په وینا د سولې په خبرو کې یې ډېر مهم رول لوبولی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevn8x.jh8npi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته