کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست: نن او سبا د کانکور ازموینه اخیستل کیږي

افغان غږ آژانس(آوا) , 8 دلو 1390 ساعت 19:17

دغه ازموینه په خوست کې د شیخ زاهد په پوهنتون کې اخیستل شوي، د دې پوهنتون رییس ډاګتر ګل حسن ولیزی وايي، چې دغه پوهنتون د ۲۰۰۰ زده کوونکو د جذب وس لري.


د خوست چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې نن د کانکور ازموینه واخیستل شوه او سبا به هم واخیستل شي.

د چارواکو په خبره په دې ازموینه کې ۳۰۰۰ زده کوونکو برخه اخیستې، چې یوازې ۴۰ تنه یې نجونې دي.

دغه ازموینه په خوست کې د شیخ زاهد په پوهنتون کې اخیستل شوي، د دې پوهنتون رییس ډاګتر ګل حسن ولیزی وايي، چې دغه پوهنتون د ۲۰۰۰ زده کوونکو د جذب وس لري.

همدارنګه نن په کونړ ولایت کې له ۲۸۰۰ کسانو څخه کانکور ازموینه واخیستل شوه.


د مطلب کود: 35595

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/35595/خوست-نن-او-سبا-د-کانکور-ازموینه-اخیستل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com