افغان غږ خبری آژانس - کابل: د راپورونو له مخې، د اسلامي امارت سترې محکمې د لوی اختر په مناسبت په ټول هیواد کې د ۱۱۹۱ بندیانو د بخښنې او خوشې کولو حکم صادر کړی دی.
د زندانونو د مدیریت ادارې اعلان وکړ چې دا کسان د سترې محکمې د حکم پر بنسټ له زندانونو څخه خوشې شوي دي او دا پروسه د هیواد په ټولو زندانونو کې پلي شوې ده.
د ادارې په وینا، ښځې او ماشومان هم د خوشې شویو کسانو په ډله کې دي.