افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برېښنا شرکت عمومي رییس ملا عبدالحق حمر د خپل اختر په پیغام کې وویل چې د شرکت ټولو چارواکو ته امر شوی چې د اختر په ورځو کې د هېوادوالو ته د دوامداره برېښنا د برابرولو لپاره اړین اقدامات وکړي.
هغه زیاته کړه چې د هېواد په کچه د شرکت تخنیکي کارکوونکي به د اختر په ورځو کې ۲۴ ساعته په تیاره کې وي ترڅو خلکو ته اړین خدمات وړاندې کړي.