افغان غږ خبری آژانس: روسي رسنیو راپور ورکړ چې د روسیې د درملو شرکت فارماسینټیز اعلان کړی چې ډیر ژر به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي او د افغانستان د روغتیا وزارت سره اړین تړونونه شوي دي.
شرکت وویل چې د درملو لومړۍ بار به په راتلونکو دوو میاشتو کې افغانستان ته ورسیږي.
د درملو چارواکي په افغانستان کې د کیفیت لرونکو درملو نشتوالی بازار ته د ننوتلو دلیل بولي؛ انسولین، انټي بیوټیکونه او د زړه ناروغۍ او سرطان پورې اړوند درمل په افغانستان کې ترټولو غوښتل شوي توکو څخه دي.
دا شرکت چې په ۱۹۹۷ کې تاسیس شوی، د راپورونو له مخې د روسیې لومړنی لوی درمل جوړونکی شرکت دی چې افغان بازار ته ننوځي.
کارپوهان دا هم وايي چې د افغانستان د درملو بازار په پراخه کچه په وارداتو پورې تړلی دی او نوي شرکتونه به د راجسټریشن، ترانسپورت او په بازار کې د سیالۍ په څیر ننګونو سره مخ شي.