دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۵ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 356204
د دفاع وزیر د روسیې د امنیت شورا له سکرتر سره د دوه اړخیزو مسایلو په اړه وکتل
د دفاع وزارت اعلان وکړ چې ملا یعقوب مجاهد مسکو ته د خپل سفر په جریان کې د روسیې د امنیت شورا له سکرتر سره ولیدل او دواړو خواوو په دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د مسکو د نړیوالې امنیتي غونډې په څنډه کې د روسیې د امنیت شورا له سکرتر سرګي شویګو سره ولیدل.
 
د دفاع وزارت وايي چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو او ځینو نورو مهمو مسلو په اړه خبرې وکړې.
 
د دفاع وزیر مخکې له دې چې په روسیه کې میشت افغانان سره ولیدل.
https://avapress.net/vdcfxvdmjw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته