افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد چې د روسیې فدراسیون په بلنه په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی، نن په روسیه کې له میشتو افغانانو سره ولیدل او هغوی ته یې د اختر مبارکي وویله.
د ملي تلویزیون د راپور له مخې، مولوي محمد یعقوب مجاهد هم د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې افغانستان په ځان بسیا شي.