افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند صدیق الله نصرت په خپل اکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړ چې پکې ویل شوي چې په دې غونډه کې د دوه اړخیزو همکاریو او دواړو خواوو ته د علاقې وړ یو شمیر مهمو مسلو په اړه بحث او تبادله وشوه.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، دواړو خواوو د اړیکو په پراختیا او په مختلفو سکتورونو کې د دوامداره تعاملاتو ټینګار وکړ.
مولوي محمد یعقوب مجاهد د مسکو د نړیوالې امنیتي غونډې کې د ګډون لپاره د یو پلاوي په مشرۍ روسیې فدراسیون ته سفر کړی دی. دا غونډه به د یو شمیر هیوادونو د امنیتي او دفاعي چارواکو په شتون کې ترسره شي.
کارپوهان د افغانستان او سیمې د هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو غونډو او مشورو دوام د سیاسي او امنیتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼي.