افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ بورډ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان کړی چې ملي لوبغاړي د یوې ټیسټ لوبې او درې یو ورځنیو نړیوالو لوبو د ترسره کولو لپاره هند ته تللي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې دا لوبې په نهو ورځو کې پیل شي او د افغانستان ملي لوبډله به د نړۍ د کرکټ د یو مخکښ ځواک پر وړاندې میدان ته ووځي.
د افغانستان د کرکټ مینه وال هیله لري چې د هیواد لوبغاړي به په دې سیالیو کې غوره لوبه وکړي او مطلوبې پایلې ترلاسه کړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د ملي لوبغاړو د بریالیتوب هیله کوي، خو د "افغان اتلانو" لپاره یې د خوندي سفر او ښو لاسته راوړنو هیله کړې ده.
د سپورت کارپوهان د افغان لوبغاړو د تجربې د زیاتوالي، په نړیواله کچه د افغان کرکټ د دریځ د پیاوړتیا او د راتلونکو سیالیو لپاره د چمتووالي لپاره د داسې نړیوالو سیالیو ترسره کول مهم ګڼي.