دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جوزا ۱۴۰۵ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 356271
د دفاع وزیر په مسکو کې د افغانستان سفارت ته سفر وکړ؛ د قونسلګرۍ خدماتو په ښه والي ټینګار وکړ
د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد روسیې ته د خپل رسمي سفر په جریان کې په مسکو کې د افغانستان سفارت څخه لیدنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په مسکو کې د افغانستان سفارت وايي چې د دې سفر په جریان کې، د ملي دفاع وزیر له ډیپلوماتانو او د سفارت له کارمندانو سره ولیدل او په روسیه کې د اسلامي امارت د هڅو، همغږۍ او "ښه" استازیتوب ستاینه یې وکړه.

مولوي محمد یعقوب مجاهد همدارنګه د افغان اتباعو لپاره د "معیاري، مؤثره او پر وخت" قونسلګرۍ او اداري خدماتو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې فدراسیون لخوا کوربه توب شوي نړیوال امنیتي سرمشریزه کې د ګډون لپاره دې هیواد ته سفر وکړ.
https://avapress.net/vdcjametvuqei8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته