افغان غږ خبری آژانس - کابل: د راپورونو له مخې، دا درې تنکي ځوانان زده کوونکي او د پېشي سیمې اوسیدونکي وو او دوی د اختر په لومړۍ ورځ د تفریح لپاره د شیرداغ سیمې د بند سیمې ته تللي وو.
ویل کیږي چې لومړی یو تنکی ځوان ډوب شو او دوه نور یې د هغه د مرستې لپاره ورغلل، خو بالاخره درې واړه ډوب شول او مړه شول.
د ځایي اوسیدونکو په وینا، د پنجشنبې په ورځ د غزني له مرکز څخه د ژغورنې ځواکونه د ۲۴ ساعتونو وروسته د ځوانانو جسدونه له اوبو څخه راوویستل شول.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې، په پکتیکا او میدان وردګو ولایتونو کې په دوو جلا او زړه بوږنوونکو پیښو کې، پنځه کسانو، چې درې ځوانان او دوه ماشومان هم پکې شامل وو، په اوبو کې د لوبو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا پیښې یو ځل بیا د اوبو سرچینو کې د بې احتیاطۍ او د خوندیتوب تدابیرو نشتوالي خطرونه روښانه کوي.