دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جوزا ۱۴۰۵ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 356281
مجاهد: د پاکستان سره د کړکیچونو سره سره سیمه ییزې پروژې نه دي بندې شوي
د اسلامي امارت ویاند اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ځینو کړکیچونو سره سره، د سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پلي کولو پروسه پرته له کوم خنډ څخه دوام لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ ټولې پراختیایي پروژې په منظم ډول پرمخ ځي او اسلامي امارت د دې پروژو بشپړولو او پلي کولو ته ژمن دی.

د مجاهد په وینا، سره له دې چې د وروستیو کړکیچونو وروسته د کابل او اسلام آباد ترمنځ په اقتصادي او سیاسي اړیکو کې نسبي کمښت راغلی، د TAPI، TAP، CASA-1000 او افغان ټرانس په څیر پروژو باندې کار لاهم روان دی.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه چې د TAPI پروژه د افغانستان په خاوره کې پلي کیږي او د هغې د کار پروسه ګړندۍ شوې ده؛ هغه دا هم ټینګار وکړ چې د نورو پروژو لپاره کوم جدي خنډونه شتون نلري.
https://avapress.net/vdcaaine649nmu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته