افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازي د شنبې په ورځ خامه پریس ته وویل چې د ژغورنې ځواکونه په وخت سره د پیښې ځای ته ورسیدل او ټپیان یې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته انتقال کړل.
د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز وویل چې پیښه نن سهار ۵:۳۰ بجې د قرغیو ولسوالۍ د سرخکان څلور لارې ته نږدې رامنځته شوه. د هغه په وینا، په پیښه کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دا کورنۍ څه موده وړاندې له پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوې وې او له کونړ څخه کابل ته په یوه ډله کې سفر کاوه چې د دوی موټر چپه شو، چې له امله یې درنه مرګ ژوبله واوښته.
د چارواکو په وینا، د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.