افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سرپل د پولیسو د قوماندانۍ ویاند حافظ نقیب الله عالمیار وویل چې دا پیښه د ګوسفندي او سانچارک ولسوالیو ترمنځ په لویه لاره رامنځته شوه. د هغه په وینا، یوه کرولا ټکسي له عمومي سړک څخه ووتله او چپه شوه، چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته شوه.
د سرپل د پولیسو ویاند زیاته کړه چې د پیښې ټپیان د امنیتي ځواکونو لخوا د سانچارک ولسوالۍ روغتون ته لیږدول شوي او د دوی وضعیت څارل کیږي.
هغه دا هم یادونه وکړه چې د امنیتي چارواکو لخوا د پیښې په اړه څیړنه روانه ده او د موټر چلوونکی هم د جنایي تحقیقاتو افسرانو لخوا پوښتل شوی دی.
د سرپل د ترافیک پولیسو د پیښې لومړنی لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي وبلله او له ټولو موټر چلوونکو یې وغوښتل چې د موټر چلولو پرمهال د ترافیکي قوانینو مراعات وکړي او په سړکونو کې اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.
د هېواد په ډېرو ولایتونو کې هر کال ترافیکي پېښې لسګونه کسان وژني. کارپوهان په دې باور دي چې د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول، ډېر سرعت او د خوندیتوب اصولو ته نه پاملرنه د دې پېښو تر شا اصلي عوامل دي.