افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې له روسیې سره لاسلیک شوی پوځي-تخنیکي تړون د هیڅ هیواد پر ضد نه دی او موخه یې د افغانستان د امنیت او ملي ګټو ډاډمن کول او ساتنه ده.
د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د څرګندونو په بیا خپرولو سره، مولوي مجاهد په خپل X مخ کې لیکلي چې دا تړون د دفاعي همکارۍ د پیاوړتیا او د افغانستان د امنیتي ګټو د ډاډمن کولو په چوکاټ کې شوی او باید د نورو هیوادونو لپاره د اندیښنې لامل نشي.
هغه زیاته کړه چې که نور هیوادونه هم وغواړي چې له افغانستان سره ورته تړونونه لاسلیک کړي، اسلامي امارت چمتو دی چې د دې ډول همکارۍ په اړه بحث او بیاکتنه وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار وکړ چې په دې اړه هر ډول اندیښنې بې بنسټه دي او افغانستان د مختلفو هیوادونو سره د متوازن تعامل او همکارۍ پالیسي تعقیبوي.
د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د مسکو د نړیوالې امنیتي غونډې په څنډه کې د روسیې له لوري سره د پوځي تخنیکي تړون لاسلیک کړ.
له روسیې څخه د راستنیدو وروسته، هغه د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل: "دا یو پوځي تخنیکي تړون دی، او لکه څنګه چې پدې برخه کې متخصصین پوهیږي، دا نه دفاعي تړون دی او نه هم امنیتي تړون چې باید څوک اندیښمن کړي. دا تړون به یوازې د افغانستان د ګټو سره سم وي."