افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کابینې له یو شمېر غړو، حکومتي چارواکو، والیانو، قوماندانانو، سیاسي شخصیتونو او قومي مشرانو سره په یوه غونډه کې د حکومتي ادارو او خلکو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې، د اختر مبارکۍ د تبادلې سربیره، د کډوالو وضعیت، د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او هیواد ته د راستنیدونکو اتباعو د ستونزو د حل څرنګوالي په اړه بحث وشو.
مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنیدونکو خدمت کول د ټولو دولتي ادارو ګډ مسؤلیت وباله او د خلکو او دولتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او تعامل پر پراخولو یې ټینګار وکړ.
د غونډې ګډونوالو د کډوالو د ستونزو د حل او د راستنیدونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د اسلامي امارت د مشرتابه، په ځانګړې توګه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د هڅو ستاینه هم وکړه.