افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان په اړه د مذاکراتو د مدیریت او رهبري کولو او پریکړه لیکونو د مسودې په برخه کې د چین د نوي رول هرکلی وکړ.
ښاغلي مجاهد وویل چې چین د سیمې د شرایطو په اړه ریښتینی درک لري او د اسلامي امارت سره یې اړیکې هم په ښه کچه دي؛ له همدې امله هغه باور لري چې بیجینګ کولی شي د افغانستان اړوند مسایل په ډیر بې طرفه لید سره وڅیړي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د قضیې د مدیریت مسؤلیت د جاپان په غاړه و، او دا رول په ۲۰۲۵ کال کې چین ته سپارل شوی دی.