افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت د درملو او روغتیا پاملرنې سکتور فعالانو ۳۵ کسیز پلاوي تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د پنځو لویو ازبک درملو شرکتونو سره د درملو د واردولو لپاره د ۵ میلیون ډالرو قرارداد لاسلیک کړ.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې دا قراردادونه د اقتصادي همکارۍ د پراخولو او د افغانستان د روغتیا اړتیاوو د پوره کولو لپاره لاسلیک شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، د دې تړونونو په پلي کولو سره، له ازبکستان څخه وارد شوي درمل کولی شي د افغانستان د بازار شاوخوا ۲۵ سلنه اړتیاوې پوره کړي.
دوی هیله څرګنده کړه چې دا همکارۍ به د کیفیت لرونکو درملو ته د لاسرسي ښه کولو او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا کې مرسته وکړي.