دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۵ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 356479
په ارزګان کې د خپلې میرمنې د وژنې په تور د یو سړي نیول
د ارزګان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند وايي چې په دې ولایت کې یو سړی د خپلې میرمنې د وژنې په تور نیول شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارزګان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند بلال روزګاني زیاته کړه چې یوه سړي پرون شنبه، د جوزا ۱۰مه - د ارزګان د "چهارچینو" ولسوالۍ په "خوني" سیمه کې خپله ښځه ووژله او خپل ورور یې ټپي کړ.

د روزګاني په وینا، تورن په نشه يي توکو روږدی و او د نشې په حالت کې یې دا عمل ترسره کړې.

په ورته وخت کې، د ارزګان د پولیسو د قوماندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې څانګې وویل چې یو سړی د ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ځان وژنې هڅه کولو پرمهال نیول شوی دی. ادارې زیاته کړه چې دغه سړي له خپلې کورنۍ سره د لفظي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده.
https://avapress.net/vdcjamethuqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته