افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې د هیواد په دریو ولایتونو کې د ۵۳۰ راستنیدونکو کورنیو لپاره د استوګنې ځایونو ویش اعلانوي.
دا اقدام د راستنیدونکو کډوالو د دایمي استوګنې او د دوی د ژوند لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو د هڅو په چوکاټ کې ترسره شوی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۲۰۰ کورنیو ته، په فاریاب ولایت کې ۲۸۰ کورنیو ته او په سمنګان ولایت کې ۵۰ کورنیو ته د استوګنې ځایونو ویشل شوي دي.
د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت په وینا، په ټولیزه توګه ۵۳۰ کورنۍ له دې پروګرام څخه ګټه پورته کړې ده، او هدف یې د راستنیدونکو لپاره د سرپناه ستونزه حل کول او د دوی د دوامداره ژوند لپاره مناسب شرایط رامینځته کول دي.
چارواکو ټینګار کړی چې د ځمکې ویشلو او په نورو سیمو کې راستنیدونکو ته د اړینو خدماتو چمتو کولو پروسه به هم دوام ومومي.