افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ د پاکوالي څانګې د عرفې په ورځ او د لوی اختر په دریو ورځو کې له ښار څخه د ۴۶۵۳ ټنو کثافاتو او فاضله موادو راټولولو اعلان کړی دی.
د دې ادارې په وینا، د پاکوالي پروسه د عرفې په ورځ پیل شوه او د لوی اختر د دریمې ورځې تر پایه پورې دوام وکړ. د پاکوالي څانګې د کارمندانو او موټرو لخوا راټول شوي کثافات د کابل ښار څخه بهر د ګزک په سیمه کې کثافاتو ډکولو ځای ته لیږدول شوي دي.
د عرفې په ورځ، ۱،۳۴۷ ټنه کثافات راټول شول، د اختر په لومړۍ ورځ، ۱،۱۵۷ ټنه، د اختر په دویمه ورځ، ۱۲۹۵ ټنه او د اختر په دریمه ورځ، د ښار له بیلابیلو برخو څخه ۸۵۴ ټنه کثافات راټول شول.
د کابل ښاروالۍ د پاکوالي څانګې دا لاسته راوړنه د پاکوالي څانګې د کارمندانو د دوامداره او ۲۴ ساعته هڅو پایله ګڼلې او د ښار د پاکوالي په ساتلو کې یې د ښاریانو د همکارۍ ستاینه کړې ده.
دې ادارې د کابل له اوسیدونکو هم وغوښتل چې د کثافاتو د مدیریت او پاک چاپیریال ساتلو د اصولو په رعایتولو سره د ښار د پاکوالي او ښکلا په ډاډمنولو کې لا زیاته همکاري وکړي.