افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې په کې په بلخ ولایت کې د نږدې ۲۰۰ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط اعلان شوی دی.
وزارت ویلي چې د بلخ د امنیه قوماندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس د استخباراتي ځواکونو په همکارۍ د مزار شریف ښار په دریمه ناحیه کې د تلاشۍ عملیاتو په ترڅ کې ۱۹۹ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط کړي دي.
د دې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې قضیې په تړاو اووه کسان نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د لومړنیو څېړنو له بشپړولو وروسته به نیول شوي کسان د قانوني اجرااتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
چارواکو ټینګار کړی چې د مخدره توکو د قاچاق او پلور پر وړاندې مبارزه په ټول هیواد کې دوام لري، او امنیتي ځواکونه د مخدره توکو پورې اړوند شبکو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات کوي.