دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۵ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 356492
د ترکمنستان د غالیو په ملي فستیوال کې د افغانستان غالۍ نندارې ته وړاندې شوې
په عشق آباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر فضل محمد صابر د ترکمنستان د غالیو په ملي فستیوال کې د هیواد د چارواکو او بهرنیو ډیپلوماتانو سره ګډون وکړ، په دې مراسمو کې یو شمیر افغان سوداګرو هم افغان غالۍ نندارې ته وړاندې کړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې اعلان یې کړی چې په عشق آباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر فضل محمد صابر د ترکمنستان د غالیو په ملي فستیوال کې ګډون کړی دی.

د سفارت په وینا، دا مراسم د ترکمنستان د حکومتي چارواکو، د مختلفو هیوادونو د سیاسي استازو او د لاسي صنایعو او سوداګریزو سکتورونو فعالینو په ګډون ترسره شول.

د افغانستان سفارت زیاته کړه چې یو شمیر افغان سوداګرو هم په دې پروګرام کې ګډون وکړ او لیدونکو ته یې د افغانستان د غالیو محصولات نندارې ته وړاندې کړل.

د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، په دې مراسمو کې د افغان غالیو نندارتون د افغان هنرونو او صنایعو معرفي کولو او د غالیو په سکتور کې د سوداګریزو اړیکو د پراخولو فرصت برابر کړی دی.

د یادونې وړ ده چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د لاسي غالیو د تولید لپاره پیژندل کیږي، او افغاني غالۍ د هیواد یو له مهمو صادراتي محصولاتو څخه دی، چې په سیمه ایزو او نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.
https://avapress.net/vdceop8xwjh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته