افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دې ادارې د وړاندوینې له مخې، نن (سه شنبه، د جوزا ۱۲مه) به په بدخشان، تخار، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، غور، خوست او ننګرهار ولایتونه د باران شاهد وي.
د هوا پېژندنې ادارې د دې ولایتونو په مختلفو برخو کې د ۱۰ او ۲۰ ملی مترو ترمنځ د باران وړاندوینه کړې ده.
د دې ادارې د وړاندوینې له مخې، د هیواد مرکزي، شمالي، سویل ختیځ، سویلي او لویدیځ ولایتونه به هم د ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې د بادونو شاهد وي.