افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د ۲۴ نیوز رسنۍ د راپور له مخې، په لومړۍ پېښه کې، د یکشنبې په ماښام، نامعلومو وسله والو د قلعه عبدالله په مزای اډه سیمه کې د نادرا بازار ته نږدې داد محمد کاکړ (د کاکړ قبیلې مشر) او د هغه ملګرو باندې ډزې وکړې. په دې برید کې، کاکړ او څلور نور کسان ووژل شول او د کراچۍ د هوټلونو د ټولنې د مشر سید جعفر آغا په ګډون دوه کسان ټپیان شول.
له پېښې وروسته، قومي غړو د قربانیانو جسدونه د کوټې-چمن په لویه لاره کې د جرم په اعتراض کې کېښودل او د وسله وال برید په اړه یې غوسه څرګنده کړه.
په دوهم برید کې، چې د دالبندین په ښار کې ترسره شو، د راکي قبیلې مشر ملک عبدالباري راکي د وسله والو کسانو لخوا په نښه شو او ووژل شو. د ځايي سرچینو په وینا، په ډزو کې یو بل کس هم ټپي شوی دی.
د پاکستان امنیتي ځواکونو د وژل شویو او ټپیانو جسدونه د چاغي ولسوالۍ سلطان شیخ فهد روغتون ته انتقال کړل.
د لیکلو تر وخته پورې، هیڅ ډلې یا کس د بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.