افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بامیان د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې د یکاولنګ د لومړۍ ناحیې په شاوخوا کې یو مازدا موټر له سړک څخه ووت، چې ۲۳ کسان یې ټپیان کړل.
د چارواکو په وینا، لومړنۍ پلټنې ښیي چې په موټر کې تخنیکي نیمګړتیاوې او د موټر چلوونکي بې احتیاطي د پیښې اصلي عوامل وو.
چارواکو زیاته کړه چې ټول ټپیان د ولسوالۍ روغتون ته لیږدول شوي او د دوی روغتیايي حالت د قناعت وړ دی.