افغان غږ خبری آژانس: د پنجشیر د ولایتي ادارې د رسنیو دفتر وايي چې تر اوسه پورې د پنجشیر-تخار د سړک ۹ کیلومتره برخه جوړه شوې او په پاتې برخو کار په منظم ډول دوام لري.
په ورته وخت کې، د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم وویل چې سیمه ییز چارواکي هڅه کوي چې ولایت له خپل جغرافیایي خنډ څخه وباسي او د هیواد د شمالي او مرکزي ولایتونو ترمنځ د ټرانزیټ او مخابراتو په څلور لارې بدل کړي.