افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د راپورونو له مخې، د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ په قراتو او زردالدره سیمو کې د سختو سیلابونو له امله پرون (چهارشنبه) د تخار-بدخشان لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د کلفګان ولسوال نصرالله نظري رسنیو ته وویل چې په ولسوالۍ کې د نن ورځې سیلابونه بې ساري وو او د تخار-بدخشان لویه لاره یې د تړلو لامل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې یا مالي زیانونو راپور نه دی ترلاسه شوی.
لویه لاره څو ورځې وړاندې د سیلابونو له امله تړل شوې وه.