کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رپوټ هیڅ حقیقت نلري چې وایي د اسلامي امارت هئیت به په نږدې راتلونکي کې، د کابل ادارې نماینده سره په سعودي عربستان کې وګوري

افغان غږ آژانس(آوا) , 12 دلو 1390 ساعت 17:38

اسلامي امارت، د نړیوالې ټولنې سره د افهام او تفهیم په بهیر کې دي او د مقابل لوري (امریکا او متحدینو) سره یې د مذاکراتو مرحلې ته لا نه دي رسیدلي بلکې د مذاکراتو نه مخکې، باید د اعتماد سازۍ مرحله بشپړه شي چې هغه لا تراوسه پیل شوی نه ده.


پدې کې شک نشته چې سعودي عربستان د حرمینو او د اسلام د نورو مقدسو مقاماتو مرکز دی او مونږ د قدر په سترګه ورته ګوروو خو په مطبوعاتو کې دغه خپور شوی رپوټ هیڅ حقیقت نلري چې وایي د اسلامي امارت هئیت به په نږدې راتلونکي کې، د کابل ادارې نماینده سره په سعودي عربستان کې وګوري. باید ووایو چې اسلامي امارت، د نړیوالې ټولنې سره د افهام او تفهیم په بهیر کې دي او د مقابل لوري (امریکا او متحدینو) سره یې د مذاکراتو مرحلې ته لا نه دي رسیدلي بلکې د مذاکراتو نه مخکې، باید د اعتماد سازۍ مرحله بشپړه شي چې هغه لا تراوسه پیل شوی نه ده.
له همدې امله، د پخوا په څیر، د رسنیو څخه غوښتنه کوو چې بې اساسه او غیر تصدیق شوي رپوټونه چې هغه یوازي ذهنونه مغشوشوي، خپاره نکړي او د ژورنالیزم د بیطرفۍ د اصولو په رعایت کولو سره ، هڅه وکړي چې حقایق خلکو ته وړاندي کړي.


د مطلب کود: 35744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/35744/رپوټ-هیڅ-حقیقت-نلري-چې-وایي-د-اسلامي-امارت-هئیت-په-نږدې-راتلونکي-کې-کابل-ادارې-نماینده-سره-سعودي-عربستان-وګوري

آوا
  https://www.avapress.com