دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۴۰
د مطلب کود : 35840
امریکا په غزني کې د خپلو پوځیانو شمېر دوه برابره زیاتوي
تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر غزني ته لاړ او هلته یې اعلان وکړ چې امریکا د غزني د تاریخي اثارو د ترمیم او بیارغولو لپاره درې ملیون ډالره مرسته کوي.
تاند - غزني ولایت ته د امریکا د سفیر له سفره دوې ورځې وروسته په افغانستان کې د ناټو یوه قومندان وویل چې په غزني کې به د امریکايي پوځیانو شمېر دوه برابره شي.

په غزني کې اکثره بهرني پوځیان پولنډي دي.

په افغانستان کې د پولنډي ځواکونو قومندان نن خبریالانو ته وویل، په غزني کې به د امریکايي پوځیانو شمېر دوه برابره شي.

ده وویل چې هالنډي ځواکونه غواړي چې په زنه خان، رشیدان او خوګیاڼي ولسوالیو کې د منظمو اډو په جوړولو سره د غزني ولایت امنیتي وضعیت ښه کړي.

د غزني په اکثرو ولسوالیو کې وسله وال طالبان له دې سره سره فعال دي چې شاوخوا دوه نیم زره پولنډي پوځیان له کم شمېر امریکايي ځواکونو سره په دې ولایت کې مېشت دي.

ګومان کېږي چې په غزني کې به د امریکايي پوځیانو له ځای پرځای کېدو سره د دغه ولایت په امنیتي وضعیت کې بدلون راشي ځکه چې په هلمند او کندهار کې هم د امریکايي ځواکونو له ډېرېدو سره امنیتي وضعیت ښه شوی و.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر غزني ته لاړ او هلته یې اعلان وکړ چې امریکا د غزني د تاریخي اثارو د ترمیم او بیارغولو لپاره درې ملیون ډالره مرسته کوي.

غزني د یونسکو له لوري د اسلامي تمدن د ۲۰۱۳ کال مرکز نومول شوی او هڅه کېږي چې تر ۲۰۱۳ مخکې د دغه ولایت تاریخي اثار ترمیم شي.

تېره اوونۍ د مصر یوه پلاوي هم د غزني د سفر په مهال ژمنه کړې وه چې مصر چمتو دی د غزني د لرغونو اثارو په ترمیمولو کې مرسته وکړي.

غزني د افغانستان یو ناکرار ولایت ګڼل کېږي او عموماً په دې ولایت کې د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو بریدونه کېږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchv6nx.23nmkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته