افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د قطر سفارت اعلان وکړ چې د نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو په اړه یوه ګردي میز غونډه د یوناما او د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د لوړ پوړو استازو په شتون کې ترسره شوه.
د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې په کابل کې د قطر سفیر میردیف القشوتي، د یوناما سرپرست مشر جورجټ ګګنون، د یوناما د سیاسي څانګې مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال ذاکر جلالي، او د وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالحی قانت ګډون کړی و.
د غونډې په جریان کې، ګډونوالو د نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو راتلونکي، په دې برخه کې ننګونې او فرصتونه، او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل او همکارۍ د پیاوړتیا په لارو چارو بحث وکړ.
د قطر سفارت د بحث شویو موضوعاتو یا د غونډې د پایلو په اړه نور جزئیات خپاره نه کړل؛ په هرصورت، په اوسنيو شرایطو کې د داسې غونډو ترسره کول د افغانستان او نړیوالو ادارو ترمنځ د سیاسي ډیالوګ او تعامل د پراخولو لپاره د دوامداره هڅو نښه ګڼل کیږي.