دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۱۰
د مطلب کود : 35882
پکتیا کې د مهماتو دوه زیرمې ترلاسه شوي
د پکتیا د ملي امنیت مسوولان وایې، چې د دې مهماتو او چاودیدونکو موادو په تور پنځه تنه هم نیول شوي چې ښایې حقاني شبکې پورې تړاو ولري.
د پکتیا د ملي امنیت مسوولان وایې، چې ګردیز ښار ته ورڅیرمه د مهماتو دوه لویې زیرمې ترلاسه شوي دي.

د پکتیا ولایت د ملي امنیت یوه مسوول ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې مهماتو کې د درنو وسلو ډیرې ګولۍ او زیاته اندازه چاودیدونکي مواد نیول شوي.

په خبر کې ویل شوي، چې دا مهمات د تخریبي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره تازه پکتیا ته راوړل شوي وو.

د پکتیا د ملي امنیت مسوولان وایې، چې د دې مهماتو او چاودیدونکو موادو په تور پنځه تنه هم نیول شوي چې ښایې حقاني شبکې پورې تړاو ولري.

په یو بل خبر کې د خوست د ملي امنیت مسوولان وایې، چې تیره شپه ایتلافي ځواکونو په لکڼو سیمه کې اوه تنه مشکوک وسلوال مخالفان نیولي.

لا تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxj0s.yt0kj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته